د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش، برازیل، مکسیکو، سوېلي افریقا، سویس او بوسنیا لوبې… — Pajhwok

Live Event 1 sources Updated: 2026-06-25 11:09:08

د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش، برازیل، مکسیکو، سوېلي افریقا، سویس او بوسنیا لوبې… — Pajhwok

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې مراکش، برازیل، مکسیکو، سوېلي افریقا، سویس او بوسنیا لوبې وګټلې. د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي. د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د سویس او کاناډا، د بوسنیا او قطر، د مراکش او هایټي، د برازیل او سکاټلنډ، مکسیکو او چک، د سوېلي افریقا او سوېلي کوریا لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې. په دغو سیالیو کې یوه لوبه د مراکش او هایټي لوبډلو ترمنځ وشوه چې ۴ پر ۲ مراکش وګټله. په دې لوبه کې د مراکش لپاره اشرف حکیمي، اسماعیل صیباري، سفیان رحیمي او جسیم یاسین ګولونه ووهل. دغه‌راز، د هایټي لپاره بیا ویلسن ایسیدور ګول وکړ. د بوسنیا او قطر لوبډلو ترمنځ هم لوبه ترسره شوه چې ۳ پر ۱ بوسنیا وګټله، د بوسنیا لپاره په دې لوبه کې کریم الاجبېګوویچ، سلطان البریک او ارمین مهمیچ یو یو ګول وواهه. د قطر لپاره یوازېنې ګول حسن الهیدوس وکړ. همدارنګه په دغو لوبو کې د سویس او کاناډا لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې ۲ پر ۱ سویس وګټله. د سویس لپاره روبن ورګاس او جوهان منزامبي یو یو ګول وواهه او همدارنګه د کاناډا لپاره بیا یوازېنی ګول پرامیس ډیویډ ترلاسه کړ. دغه‌راز، په نړۍوال جام...

د سرچینو متنونه

افغان سرچینې

Pajhwok افغان سرچینې TIER1 PS 2026-06-25 05:51:54

د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش، برازیل، مکسیکو، سوېلي افریقا، سویس او بوسنیا لوبې وګټلې

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې مراکش، برازیل، مکسیکو، سوېلي افریقا، سویس او بوسنیا لوبې وګټلې. د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي. د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د سویس او کاناډا، د بوسنیا او قطر، د مراکش او هایټي، د برازیل او سکاټلنډ، مکسیکو او چک، د سوېلي افریقا او سوېلي کوریا لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې. په دغو سیالیو کې یوه لوبه د مراکش او هایټي لوبډلو ترمنځ وشوه چې ۴ پر ۲ مراکش وګټله. په دې لوبه کې د مراکش لپاره اشرف حکیمي، اسماعیل صیباري، سفیان رحیمي او جسیم یاسین ګولونه ووهل. دغه‌راز، د هایټي لپاره بیا ویلسن ایسیدور ګول وکړ. د بوسنیا او قطر لوبډلو ترمنځ هم لوبه ترسره شوه چې ۳ پر ۱ بوسنیا وګټله، د بوسنیا لپاره په دې لوبه کې کریم الاجبېګوویچ، سلطان البریک او ارمین مهمیچ…

اصلي سرچینه پرانیزئ

د سرچینو پوښښ

SourceTimeTitleLink
Pajhwok 2026-06-25 05:51:54 د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش، برازیل، مکسیکو، سوېلي افریقا، سویس او بوسنیا لوبې وګټلې Open

مهالوېش

  1. 2026-06-25 05:51:54 — Pajhwok: د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش، برازیل، مکسیکو، سوېلي افریقا، سویس او بوسنیا لوبې وګټلې
Back to top button