غزل ۱
هیڅ ثابته نه کړه چا د دې دنیا وفا
واړه میني کاندي بېهوده په دا دنیا
هر څوک چي دعوې په دا دنیا کا د خپلوۍ
واړه باطل وایي دنیا نه ده د هیچا
دا فلک کلال دﺉ سازول او ماتول کا
ډېر یې ما و تا غوندي پیدا کړه فنا
هر سنګ و کلوخ چي څرګندیږي د دې دهر
واړه ککرۍ دي څوک د شاه څوک د ګدا
دام دي هیڅوک نه ږدی د دنیا و رهګذر ته
ښکار به وکړی نه شي د سیمرغ او د عنقا
هر څوک چي له دې فاني نفس وابستګي کا
نه به شي تړلی په ځنځیر سره هوا
ماه دﺉ که آفتاب دﺉ عاقبت واړه خراب دي
ګل که همېشه وي هسي نه تر ابدا
مه درومه ”رحمانه“په خلاف د دانایانو
مینه د دنیا پسندلې نه ده هیڅ دانا