خوست کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي دي | آمو ټلویزیون

Live Event 2 sources Updated: 2026-06-22 08:49:22

تر هغې چې ژباړه ورزیاتېږي، اصلي متن ښودل کېږي.

Amu TV: د خوست-کابل پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ماشومان سخت ژوبل شوي دي. په خوست کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند طاهر احرار د دغه پېښې د تاییدولو پر مهال ویلي، چې دا حادثه تېره ورځ د یو راکښل شوي «مازدا» ډوله موټر او یوې «ریکشا» د سخت ټکر له امله رامنځته شوې ده. د سرچینې په وینا، په مړو شویو کسانو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم شامل دي او د پېښې ژوبل شوي کسان سمدستي د درملنې لپاره د سیمې ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي. دا په‌داسې حال کې ده چې د «آمو» ټلوېزیون لخوا د ټولو شویو جلا ارقامو پر بنسټ، یوازې په تېره یوه اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په ۷ ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۲۶ تنو (چې ۱۱ ماشومان او ۵ مېرمنې په‌کې شاملې دي) خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۶ نور ټپیان شوي دي. دغه خونړۍ پېښې د جوزا له ۹مې تر ۱۶مې نېټې پورې په لغمان، غزني، فراه او جوزجان ولایتونو او همدارنګه یوه پېښه د ایران په سمنان ولایت کې د افغان مسافرینو په موټر کې رامنځته شوې وې، چې یوازې په لغمان کې د ۱۸ کسانو د مړینې لامل شوې وه. په افغانستان کې ترافیکي...
Pajhwok: چاریکار (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د پروان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په کوه‌صافي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي. د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وایي چې دغه پېښه تېر ماښام د کوه‌صافي ولسوالۍ د مندیقول سیمې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو پلانکوچ ډوله موټر د تخنیکي ستونزې له امله له سړکه ووت او چپه شو. د مسکین‌یار د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي. هغه وایي، امنیتي ځواکونو ټپیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدولي دي. د یادونې ده، په هېواد کې ډېری ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ، خرابو سړکونو، تخنیکي ستونزو او د ترافیکي قوانینو نه مراعات له امله رامنځته کېږي.

د سرچینو پوښښ

SourceTimeTitleLink
Amu TV 2026-06-22 06:09:21 خوست کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي دي | آمو ټلویزیون Open
Pajhwok 2026-06-21 10:07:54 پروان کې ترافیکي پېښې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې Open

مهالوېش

  1. 2026-06-22 06:09:21 — Amu TV: خوست کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي دي | آمو ټلویزیون
  2. 2026-06-21 10:07:54 — Pajhwok: پروان کې ترافیکي پېښې ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

Back to top button