راپور: افغانستان د ماشومانو د حقونو له پلوه په وروستي ځای کې دی؛… — Pajhwok
راپور: افغانستان د ماشومانو د حقونو له پلوه په وروستي ځای کې دی؛… — Pajhwok

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د ماشومانو د حقونو د ملاتړ یوې هالنډۍ موسسې د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو د شاخص په راپور کې افغانستان د نړۍ د ماشومانو د حقونو په درجهبندۍ کې په وروستي ځای کې راوستلی؛ خو اسلامي امارت دغه راپور بېبنسټه بللی او ویلي یې دي چې د ماشومانو د حقونو لپاره یې لازم اقدامات کړي دي. یاده هالنډۍ موسسه کېډز رایټس (Kids Rights) نومېږي او خپل راپور یې پرون (چهارشنبه) خپور کړی دی. دغه کلنی راپور د ماشومانو د حقونو د بنسټ له خوا د هالنډ د اراسموس روټرډام پوهنتون په همکارۍ خپرېږي او هېوادونه د ژوند حق، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، زدهکړې، ملاتړ او د ماشومانو د حقونو عمومي وضعیت په څېر شاخصونو له مخې ارزوي. په راپور کې افغانستان د ۰.۲۱۴ عمومي نومرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو له ډلې په ۱۹۴یم ځای کې راغلی دی. د دې درجهبندۍ له مخې، پاکستان په ۱۴۹تم او ایران په ۸۶یم ځای کې دي، په داسې حال کې چې لوکزامبورګ د ماشومانو د حقونو د رعایت له پلوه لومړی مقام خپل کړی دی. په راپور کې راغلي چې په نړۍ کې د ماشومانو د هوساینې پر وړاندې ګواښونه، لکه د جګړو اغېزې، ناامني او د ټولنیزو شرایطو خرابوالی، مخ په زیاتېدو دي او په ډېرو هېوادونو کې د ماشومانو د...
د سرچینو متنونه
افغان سرچینې
راپور: افغانستان د ماشومانو د حقونو له پلوه په وروستي ځای کې دی؛ اسلامي امارت: حقیقت نه لري
کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د ماشومانو د حقونو د ملاتړ یوې هالنډۍ موسسې د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو د شاخص په راپور کې افغانستان د نړۍ د ماشومانو د حقونو په درجهبندۍ کې په وروستي ځای کې راوستلی؛ خو اسلامي امارت دغه راپور بېبنسټه بللی او ویلي یې دي چې د ماشومانو د حقونو لپاره یې لازم اقدامات کړي دي. یاده هالنډۍ موسسه کېډز رایټس (Kids Rights) نومېږي او خپل راپور یې پرون (چهارشنبه) خپور کړی دی. دغه کلنی راپور د ماشومانو د حقونو د بنسټ له خوا د هالنډ د اراسموس روټرډام پوهنتون په همکارۍ خپرېږي او هېوادونه د ژوند حق، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، زدهکړې، ملاتړ او د ماشومانو د حقونو عمومي وضعیت په څېر شاخصونو له مخې ارزوي. په راپور کې افغانستان د ۰.۲۱۴ عمومي نومرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو له ډلې په ۱۹۴یم ځای کې راغلی دی. د دې درجهبندۍ له مخې، پاکستان په ۱۴۹تم او ایران په…
د سرچینو پوښښ
| Source | Time | Title | Link |
|---|---|---|---|
| Pajhwok | 2026-06-25 10:36:32 | راپور: افغانستان د ماشومانو د حقونو له پلوه په وروستي ځای کې دی؛ اسلامي امارت: حقیقت نه لري | Open |
مهالوېش
- 2026-06-25 10:36:32 — Pajhwok: راپور: افغانستان د ماشومانو د حقونو له پلوه په وروستي ځای کې دی؛ اسلامي امارت: حقیقت نه لري