افغانستانامنیتدریکندهار

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو… — AF International

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-12 01:17:57🎙 رادیو را بشنوید

په کندهار کې د درملو د مارکېټونو مخې ته د طالبانو او درمل‌پلورونکو ترمنځ له نښتې وروسته، طالبانو د پېښې د ویډیوګانو خپروونکي ګواښلي، که دغه ویډیوګانې له خپلو خواله رسنیو پاکې نه‌کړي؛ نو وبه نیول شي. د پېښې یو ویډیو خپروونکی وایي، د طالبانو له‌خوا د هغه د ځای او کور پته پوښتل شوې او دی د نیول کېدو له وېرې له کوره تښتېدلی او په یوه پټ ځای کې اوسېږي. د چهارشنبې په ماسپښین د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند پر نوي سړک د درملو د مارکېټونو مخې ته د طالبانو او درمل پلورونکو ترمنځ له نښتې وروسته ګڼو کسانو د پېښې ویډیوګانې ثبت کړې او پر خواله رسنیو یې خپرې کړې. د معلوماتو له مخې، د پېښې په اړه د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته طالبانو ګڼو هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې د نښتې ویډیوګانې یې پر خپلو فیسبوک او نورو خواله حسابونو خپرې کړې وې. طالبانو له دغه کسانو غوښتي، چې دغه ویډیوګانې پاکې کړي، کنه د نیول کېدو له ګواښ سره به مخ شي. د دغه ګواښونو له امله ګڼو کسانو خپلې خپرې کړې ویډیوګانې له خواله حسابونو لرې کړې دي؛ خو په ځینو مستعارو حسابونو کې لا هم د پېښې ویډیوګانې شته. یو کس چې د پېښې ویډیو یې پر فیسبوک خپره کړې وه وایي، د یوه ملګري له لارې خبر شوی چې…

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-12 01:17:57

خط زمانی

  1. AF International

    په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-12 00:29:55

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button