د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد.د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال وايي، د روسیې د پلاوي ددې سفر موخه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول او همدارنګه د طالبانو له چارواکو سره خبرې اترې دي. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د طالبانو د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، سره وکتل او ټاکل شوې چې د طالبانو له نورو چارواکو سره هم لیدنې او خبرې اترې وکړي.
Quick facts
LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-12 22:38:11
Timeline
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د لړم۲۱ مه– د ۷ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون