Economyافغانستاندری

د جمناستیک فدراسیون عمومي منشي د نړیوال فدراسیون کانګرس کې د ګډون لپاره… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-04 17:47:35🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان د جمناستیک فدراسیون عمومي منشي فردین امید جلالي د نړیوال جمناستیک فدراسیون په ۸۶م کانګرس کې د ګډون په موخه نن تایلنډ ته ولاړ. دغه کانګرس د تلې له ۱۲مې تر ۱۳مې پورې د تایلنډ په پلازمېنه بانکوک کې جوړېږي او فردین امید جلالي به په کې د افغانستان استازیتوب وکړي. د معلوماتو له مخې، په دغه کانګرس کې به د غړو فدراسیونونو استازي د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپورونه وړاندې کړي او د راتلونکو پروګرامونو په اړه به خبرې او بحثونه وکړي. فردین امید جلالي تر سفر وړاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست له تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ سره د مخه‌ښې کتنه کړې ده.

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-04 17:47:35

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د جمناستیک فدراسیون عمومي منشي د نړیوال فدراسیون کانګرس کې د ګډون لپاره تایلنډ ته ولاړ

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-04 13:12:11

د جمناستیک فدراسیون عمومي منشي د نړیوال فدراسیون کانګرس کې د ګډون لپاره تایلنډ ته ولاړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button