Summary: د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د غور له والي مولوي حیات الله مبارک او د دغه ولایت له يو شمېر جهادي مشرانو سره د وزارت په مقام کې کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د غور والي او جهادي مشرانو د دغه ولایت د خلکو ستونزې شریکې کړې او د ټولګټو پراختیایي پروژو د تطبیق غوښتنه يې کړې ده. د مالیې وزیر هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د هېواد په کچه د منظورو شویو پراختیایي پروژو په مالي تمویل کې هېڅ ډول ځنډ نه دی رامنځته شوی او مالیې وزارت د عام المنفعه پروژو پلي کولو ته تل لومړیتوب ورکړی او هڅه يې کړې چې پروژې په خپل وخت تمويل شي. هغه ډاډ ورکړی چې د غور لپاره ټولې منظورې پروژې به د نورو پروژو په څېر په خپل وخت تطبیق شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د مالیې وزیر د غور له والي او يو شمېر جهادي مشرانو سره وکتل