EnglishSportsافغانستانلوګر

د جوجیتسو درې کسیزه افغان لوبډله جاپان ته لاړه — Bakhtar

DevelopingSportsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-09-21 16:27:10🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان د جوجیتسو درې کسیزه لوبډله د شلم پړاو اسیايي المپیکي سیالیو کې د ګډون په موخه د جاپان ایچي ـ ناګویا ښار ته روانه شوه. د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې به سیدمحمد سرور حسيني د ۶۹ کیلوګرامه، قاري باسط قاري‌زاده د ۹۴ کیلوګرامه او نورالله شفایي د ۶۲ کیلوګرامه وزنونو په کټګوریو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې سیالۍ وکړي.د افغانستان د جوجیتسو لوبډله په داسې حال کې دغو سیالیو ته روانه شوې، چې د هېواد ۳۴ ورزشکاران به په نهو بېلابېلو ورزشي څانګو کې د شلم پړاو اسیايي المپیکي سیالیو کې ګډون وکړي.یادې سیالۍ د جاپان په کوربه‌توب د اسیا د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي.

Quick facts

Locationلوګر
TopicSports
Sources1
Updated2026-09-21 16:27:10

Timeline

  1. Bakhtar

    د جوجیتسو درې کسیزه افغان لوبډله جاپان ته لاړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-21 11:31:27

د جوجیتسو درې کسیزه افغان لوبډله جاپان ته لاړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button