Summary: په بادغیس کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون ترسره شو. د یاد سیمینار په ترڅ کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي د افغانستان تاریخي تجربو ته په اشارې سره، د دیني او ملي ارزښتونو پر ساتنې، فکري خپلواکۍ، زدهکړو، د قومونو ترمنځ یووالي او د هېواد بېلابېلو ژبو ته پر درناوي ټینګار وکړ.نوموړي له رسنیو وغوښتل، چې د خلکو ستونزې په سمه توګه منعکسې کړي، د عامه پوهاوي په لوړولو کې اغېزناک رول ولوبوي او د ټولنې د یووالي او همغږۍ لپاره فعالیت وکړي.همداراز د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیعالله متقي د خبریالانو د مسلکي وړتیاوو پر لوړولو او د ټولنې د پوهاوي او فرهنګي ارزښتونو پر ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اسلامي او افغاني فرهنګ په ساتنه کې رسنۍ، علما، لیکوالان او نور هېوادوال ګډ مسوولیت لري.ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر رسنیو د څار رئیس مولوي صفيالله رائد د ځوانانو پر فکري ودې ټینګار وکړ او مطالعه، د معلوماتو ترلاسه کول او د مسلکي مهارتونو لوړول یې د خبریالانو له مهمو اړتیاوو څخه وبلل.د یاد سیمینار موخه د خبریالانو د مسلکي او فکري وړتیاوو لوړول، د رسنیو د رول پیاوړتیا او په ټولنه کې د عامه پوهاوي پراختیا بلل شوې ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بادغیس کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو
سرچینې
Afghan sources
بادغیس کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو