Englishافغانستانامنیتپکتیکا

د کرنې وزارت او يوې موسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت… — Bakhtar

DevelopingSecurityپکتیکا1 SourcesUpdated: 2026-10-29 21:55:04🎙 Listen to radio

Summary: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک د دغه وزارت د وزیر مولوي عطاءالله عمري او د «افغان‌اېډ» نړۍوالې موسسې د مسوولینو په شتون کې کې لاسلیک شو. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې د هوکړه ليک له مخې به يو شمېر پروژې د بریټانیا هېواد په مالي ملاتړ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ، په شپږو ولایتونو «سمنګان، دایکنډي، فاریاب، تخار، پکتیکا او کونړ» کې پلي کېږي، چې ۱۶ ولسوالۍ او ۲۷۰ کلي به تر پوښښ لاندې راولي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د پروژو د پلي کېدو موخه د بېوزلۍ کمول، د کورنیو د معیشتي وضعیت ښه والی، د کرنې تلپاتې پراختیا، د بزګرانو ملاتړ او په هېواد کې د کرنې سکتور پیاوړتیا ده. سرچينې زياته کړې، چې ددغو پروژو په ترڅ کې د اوبو لګولو په برخه کې د ۱۲ زره او ۲۲۷ واټرشېډونو جوړول، د ۶۶۵ چکډېمونو رغول، د ۹ زره ۱۰۳ ګبیونونو جوړول او د اوبو د ۱۰۹ زېرمو جوړول په پام کې نیول شوي دي. په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د چکډېمونو په جوړېدو سره به د ۱۲ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شي. همدارنګه، د دغه پروګرام د پلي کېدو په لړ کې به ۱۴ زره کسانو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ورکړل شي. په يادو پروژو کې همدارنګه د بڼوالۍ په برخه کې د ۲۵۹ زرو څخه د زیاتو مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو کېنول او د دوه زره ۱۵۰ بڼونو جوړول په پام کې نیول شوي دي. همدارنګه، دوه زره او ۱۴۶ کسانو ته به د تازه او وچو مېوو د راټولولو او ساتنې په برخو کې روزنه ورکړل شي. د مالدارۍ په برخه کې هم د دوه زره ۳۸۳ غواګانو، وزو او چرګانو وېش، په مرکز او ولسوالیو کې د مالدارۍ د محصولاتو د پروسس او راټولولو د ۱۱۶ مرکزونو جوړول او د شېدو د راټولولو لپاره د ۹۰ زرنج موټرسایکلونو وېش د دغو پروژو په پروګرامونو کې شامل دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ژمنه کړې، چې د دغو پروژو د اغېزمن پلي کېدو، د کیفیت د تأمین او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره به په ګډه همغږۍ او همکارۍ فعالیت وکړي.

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-29 21:55:04

Timeline

  1. Bakhtar

    د کرنې وزارت او يوې موسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-29 15:54:06

د کرنې وزارت او يوې موسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button