فیروزکوه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): مهتاب چې اته کاله مخکې یې خپل مېړه د ماین په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړی او اوس د خیاطۍ او خامکدوزۍ له لارې د خپلو څلورو ماشومانو پالنه کوي، وايي چې د ثابت بازار نشتوالي او د لومړنیو توکو د بیو لوړوالي د دوی د کار پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي. خیاطي او خامکدوزي په افغانستان، په ځانګړې توګه غور ولایت کې له دودیزو هنرونو او کسبونو بلل کېږي چې ښځې، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو او کم عایدلرونکو کورنیو کې ترې د عاید ترلاسه کولو او د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره کار اخلي. مهتاب؛ مور او د کورنۍ نفقه برابروونکې د فیروزکوه ښار په یوه خامه کوڅه کې له یوه کوره د خیاطۍ د ماشین منظم غږ اورېدل کېږي؛ دا هغه ځای دی چې ۳۶ کلنه مهتاب پکې له کلونو راهیسې د تار، ستنې او ټوکر په وسیله په خپلو لاسونو د کورنۍ لګښتونه برابروي. هغه د کور د نورو کارونه ترڅنګ جامې ګنډي او خامکدوزي کوي او له دې لارې د کورنۍ لګښتونه برابروي. مهتاب اته کاله مخکې د غور په پسابند ولسوالۍ کې خپل خاوند له لاسه ورکړ او وروسته یې د خپلو څلورو ماشومانو سرپرستي په یوازې ځان پر غاړه واخیسته. هغې د دې پېښې له لومړیو کلونو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
ځواکمن لاسونه؛ غور کې هغه ښځه چې د خیاطۍ او خامکدوزۍ له لارې د کورنۍ نفقه برابروي
منابع
Afghan sources
ځواکمن لاسونه؛ غور کې هغه ښځه چې د خیاطۍ او خامکدوزۍ له لارې د کورنۍ نفقه برابروي