Politicsافغانستاندریلوګر

لوګر کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsلوګر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-25 13:42:13🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د لوګر ولایت د سیندیزې فرعي حوزې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار انجنیر فضل الرحمن عمرزي باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پروژې د مرکز پل علم اړوند د وزیر کلا او شلک سیمو کې د ۲۲ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پلي شوې دي.نوموړی وایي چې په دغه پروژو کې د وزیر کلا په سیمه کې د ۴.۲ کیلومتره کانال او د شلک په سیمه کې د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې شاملې دي.د یادونې وړ ده، چې د شلک سیمې د اوبو کوچنی بند ۹۵ متره اوږدوالی او څلور متره لوړوالی لري، چې اووه زره متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

اطلاعات کوتاه

مکانلوګر
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-25 13:42:13

خط زمانی

  1. Bakhtar

    لوګر کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-25 10:54:54

لوګر کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button