EnglishPoliticsافغانستان

ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې ۳۸ زره دولتي او خصوصي ښووځي او ښوونیز مرکزونه فعال دي

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-08-30 09:20:44🎙 Listen to radio

د سرپرست حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام په څلورمه خبري ناسته کې وویل چې په ټول افغانستان کې له ۱۰ میلیونو ډېر زده‌کوونکي او محصلین پر زده‌کړو بوخت دي او په هېواد کې شاوخوا ۳۸ زره دولتي او خصوصي ښوونځي او ښوونیز مرکزونه فعالیت کوي. مجاهد ادعا وکړه چې په هېواد کې ۲۳۸ ښوونیز مرکزونه بیارغول شوي او له دوو میلیونو ډېر کسان په دیني مدرسو کې زده‌کړې کوي. همداراز له ۹۳ زرو ډېرو کسانو ته د سواد زده‌کړې زمینه برابره شوې او د ښوونکو او ښوونیزو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره زرګونه پروګرامونه او سیمینارونه جوړ شوي دي. د سرپرست حکومت ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې د لوړو زده‌کړو وزارت په تېر یوه کال کې ۱۱۰ زره او ۶۴ تحصیلي سندونه فارغانو ته وېشلي دي. هغه زیاته کړه چې په دې موده کې شاوخوا ۲۱۲ زره محصلین د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت وو او د استادانو د ظرفیت لوړولو لپاره ۱۵۸ روزنیز پروګرامونه جوړ شوي دي. د مجاهد په وینا، په یو شمېر پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا نوي پروګرامونه جوړ شوي، ۲۲ پراختیايي پروژې پلې شوې او د انجنیري، کمپیوټر ساینس او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې ۶۳۳ نوي بستونه رامنځته شوي دي. هغه همداراز وویل چې ۱۵۵۵…

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-30 09:20:44

Timeline

  1. Parstoday

    ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې ۳۸ زره دولتي او خصوصي ښووځي او ښوونیز مرکزونه فعال دي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-30 09:18:19

ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې ۳۸ زره دولتي او خصوصي ښووځي او ښوونیز مرکزونه فعال دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button