افغانستانامنیتپښتوهلمند

هلمند؛ په باغران ولسوالۍ کې د یوې بندخونې د جوړولو چارې پیل شوې — Bakhtar

روان خبرSecurityهلمند1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-26 12:27:03🎙 راډیو واورئ

Summary: د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د څه باندې ۷ میلیونه ۱۱۱ زره افغانیو په لګښت د یوې بندخونې د جوړولو چارې پیل شوې. د هلمند د بندخونو چارو د تنظیم رئیس مولوي بهاءالدین عاطف باختر اژانس ته وویل چې دغه پروژه د زندانونو چارو د تنظیم ریاست له لوري پلې کېږي او موخه یې د بندیانو لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرول او د بندخونو د وضعیت ښه کول دي.د نوموړي په وینا، په یاده پروژه کې د بندخونې ودانۍ ترڅنګ احاطوي دېوال، اووه لویې خونې، تشنابونه، پخلنځی او د اوبو ذخیره جوړېږي.د نوموړي په خبره، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د بند خونې امنیتي او کاري اسانتیاوې لا پیاوړې او د بندیانو د ساتنې لپاره به لازم شرایط برابر شي.د یادونې وړ ده، چې د هلمند ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د زندانونو په ګډون د ورته بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې او ځینې یې بشپړې شوې دي.

لنډ معلومات

ځایهلمند
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-26 12:27:03

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هلمند؛ په باغران ولسوالۍ کې د یوې بندخونې د جوړولو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-26 11:20:45

هلمند؛ په باغران ولسوالۍ کې د یوې بندخونې د جوړولو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button