د پنجشېر ولایت د طالبانو د مقام ویاند سیفالدین لټون وايي، له روسیې څخه د ۷۰ سیلانیانو یو کاروان د دغه ولایت د تاریخي او طبیعي سیمو د لیدنې لپاره پنجشېر ته تللی دی. سراج د دغه رسنۍ له خبریال سره په خبرو کې ویلي چې طالبان لا هم په ځانګړي ډول له چینایي شرکتونو سوداګریز ډرونونه اخلي او وروسته یې د پوځي کارونې لپاره بدلوي. د هغه په وینا، دا ډرونونه د هغو وسایلو په پرتله چې طالبانو د واک تر نیولو مخکې کارول، ګران دي. سراج ادعا کوي چې طالبان د دغو ډرونونو د پراختیا لپاره له هند څخه هم مالي ملاتړ ترلاسه کوي، خو ټینګار کوي چې تر اوسه داسې «کلک شواهد» نشته چې وښيي د هند حکومت په رسمي ډول د دې ملاتړ تر شا دی. هغه همداراز وايي، د طالبانو بله سرچینه د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک یا سپاه پاسداران دی. د سراج په وینا، دغه ځواک طالبانو ته د ایران له لوري ورکړل شوي ثابتوزري ډرونونه برابروي او د طالبانو او سپاه پاسداران اړیکې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا نږدې شوې دي. اسلامخان غفاروف، د ازبکستان د نړۍ اقتصاد او دیپلوماسۍ پوهنتون استاد او د «پرمختګپالو اصلاحاتو مرکز» شنونکی، هم د سراج د معلوماتو ډېره برخه تاییدوي. هغه وايي، په تېر یو کال کې یې دوه ځله افغانستان ته سفر…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
له روسیې د ۷۰ سیلانیانو کاروان پنجشېر ته تللی