Summary: د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سېبکه سیمه کې د ۵۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې. د دغه روغتون د بنسټ ډبره د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه په حضور کې کېښودل شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دغه روغتون کې به د جراحي، داخله، ماشومانو او مور او ماشوم روغتیايي خدمتونو ترڅنګ، د واکسین، تغذیې، فزیوتراپۍ، اکسرې، درملتون او مجهز لابراتوار څانګې هم فعالې وي. د یاد روغتون په جوړېدو سره به د چک ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي او د درملنې لپاره به د لرې پرتو سیمو روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د تګ اړتیا کمه شي. د یادونې وړ ده، چې د روان کال په اوږدو کې د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد او جغتو ولسوالیو کې هم د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتونونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
میدان وردګو کې د نږدې٥٥ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
میدان وردګو کې د نږدې٥٥ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې