Summary: د ستر حنفي فقیه او د «الهداية» د مؤلف امام برهانالدین مرغیناني رحمهالله د علمي میراث اړوند نړیوال علمي کنفرانس په اړه د افغانستان علومو اکاډمۍ خبرتیا! د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري، په نږدې راتلونکې کې د ستر حنفي فقیه او د «الهداية» د مؤلف، امام برهانالدین مرغیناني رحمهالله د علمي میراث په اړه نړیوال علمي کنفرانس جوړېږي؛ په دې علمي ناسته کې به په معاصر اسلامي فکر او فقهي مطالعاتو کې د امام مرغیناني رحمهالله د علمي میراث مقام او ونډه تر څېړنې او بحث لاندې ونیول شي.په کنفرانس کې به همدا رنګه کورني او بهرني عالمان او څېړونکي د امام مرغیناني رحمهالله د علمي شخصیت، فقهي میراث او د هغه د اثارو د معاصر ارزښت په اړه خپلې علمي څېړنې وړاندې کړي.
اطلاعات کوتاه
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-10-03 05:32:07
خط زمانی
-
Bakhtar
د افغانستان د علومو اکاډمۍ خبرتیا