د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی جمالالدین حکمتیار وایي، د طالبانو سیمهيیزو چارواکو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د دوی پلرنۍ ۲۵ جریبه زراعتي ځمکه غصب کړې دي. جمالالدین زیاته کړې، کله چې د خپلو ځمکو پوښتنې ته تللی، د طالبانو له لوري ګواښل شوی او توقیف شوی دی. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د محمد صابر شجاعي په نوم د کلکان ولسوالۍ یو کروندګر هر کال سلګونه کنګینې جوړوي؛ هغه خټین لوښي چې انګور پکې د اوږدې مودې لپاره ساتل کېږي.شجاعي وايي، د کانګینې جوړولو طریقه یې له خپل پلار زده کړې ده او دغه دود د دوی په کورنۍ کې له پخوا راهیسې رواج لري. د هغه په وینا، پخوا به د ژمي په سړو شپو کې کورنۍ د بخارۍ شاوخوا راټولېدې او له کنګینې ساتل شویو انګورو به یې خوړل.د کانګینې په دودیزه طریقه کې انګور په دوو خټینو تختو کې ځای پر ځای کېږي، بیا لوښی په خټه مهر کېږي او په تیاره ځای کې ساتل کېږي. د شجاعي په وینا، په دې طریقه انګور تر پسرلي پورې خپل تازګي او خوند ساتلی شي.د راپور له مخې، افغانستان د انګورو د حاصلاتو پر مهال له پراخ تولید سره مخ وي، خو د سړو خونو نشتوالی او د صادراتو محدودیتونه د بزګرانو لپاره د محصولاتو د ساتنې او پلور ستونزې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
جمال الدین حکمتیار: طالبانو په کندوز کې د حکمتیار د کورنۍ ۲۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده
Sources
Afghan sources
جمال الدین حکمتیار: طالبانو په کندوز کې د حکمتیار د کورنۍ ۲۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده