HealthKabulافغانستانپښتو

د افغانستان او ترکيې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا… — Bakhtar

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-11 02:23:51🎙 راډیو واورئ

Summary: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، نن په کابل کې د ترکیې له سفیر سادین آیلدز، سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي آژانس ته د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همدا رنګه، په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې شوې دي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هغو ترکي شرکتونو له فعالیتونو ستاینه کړې چې په افغانستان کې یې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده. ملا عبدالغني برادر اخوند له نورو ترکي پانګه والو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان اسلامي امارت به ورته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. اقتصادي مرستیال، په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او هغوی ته د اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار کړی دی. د ترکیې سفیر هم په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړې چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده. هغه ویلي چې هېواد يې چمتو دی د ترانسپورټ، ترانزیټ، روغتیا، زده کړو او نورو اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پراخه کړي. سادین آیلدز ژمنه کړې چې ترکیه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پراختیا او نړۍ ته د افغانستان ریښتیني انځور وړاندې کولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-11 02:23:51

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د افغانستان او ترکيې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-10 14:37:28

د افغانستان او ترکيې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button