د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالکریم خرم وايي، په کابل کې د بېرویه ودانیو جوړول او د ځمکې لاندې اوبو بېسارې کارونه ښايي دغه ښار په راتلونکې کې د اوبو له کمښت سره مخ کړي او د اوسېدونکو ژوند له جدي ستونزو سره مخامخ کړي. پر ټیکټاک، انسټاګرام او د ټولنیزو رسنیو په نور پلیټفارمونو کې یو شمېر بهرني سیلانیان او د سفر محتوا جوړونکي افغانستان د یوه خوندي او ښکلي هېواد په توګه معرفي کوي او د کابل بازارونه، تاریخي سیمې او طبیعي منظرې خپلو لیدونکو ته ښيي. ډيپلوماټ خپل راپور کې وايي، په داسې حال کې چې سیلانیان افغانستان خوندي بولي، میلیونونه افغانې ښځې د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور له محدودیتونو سره مخ دي. د راپور له مخې، طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو منع کړي، پر ښځو یې د کار محدودیتونه لګولي او په ۲۰۲۲ کال کې یې د ښځو پر لوړو زدهکړو هم بندیز ولګاوه. راپور کې یادونه شوې چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د «امر بالمعروف» نوی قانون نافذ کړ چې پکې پر ښځو د جامو، تګ راتګ او عامه حضور په اړه تازه محدودیتونه وضع شوي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او د هېواد…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
خرم: د کابل بېرویه ودانول ښايي ښار د اوبو له سخت بحران سره مخ کړي
منابع
Afghan sources
خرم: د کابل بېرویه ودانول ښايي ښار د اوبو له سخت بحران سره مخ کړي