Summary: د بدخشان ولایت ځایي مسوولین وایي، چې د کوفآب ولسوالۍ اړوند د شُخر په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او اته نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې پېښه نن له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو لنډکروزر موټر له سړک څخه واوښت او له امله یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي. کامګار زیاته کړه، چې د څلورو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. هغه د یادې پېښې اصلي لامل د موټر تخنیکي ستونزه ښولې ده.
لنډ معلومات
ځایبدخشان
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-24 20:22:38
مهالوېش
-
Bakhtar
بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې
سرچینې
Afghan sources
BakhtarPS
2026-07-24 16:43:17
بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې