په کابل کې ۱۶۰ نجونو د انځورګرۍ په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ… — Amu TV
په کابل کې ۱۶۰ افغان نجونو د انځورګرۍ په یوه سیالۍ کې برخه واخیسته. دا سیالي د «ارګ هنري ګالرۍ» له خوا تر سره شوې او ګټونکو کسانو ته په کې جایزې هم ورکړل شوې. د دغې سیالۍ تنظیموونکي او ګډونوالې دا ډول پروګرامونه نړۍ ته د افغان نجونو د غږ رسولو او د هنر له لارې د هغوی د هڅولو لپاره خورا اغېزمن بولي. د دغې سیالۍ یوه برخه د ژوندۍ انځورګرۍ وه، چې ګډونوالو په کې باید په درېیو ساعتونو کې یو پورټریټ (انځور) درلودای. بله برخه د هغو انځورونو پورې اړوند وه چې د هنر مینوالو له وړاندې انځور کړي وو او له ځان سره یې دلته راوړي وو. راضيه قاسمي، چې یوه انځورګره ده، آمو ته وویل: «کابو پنځه کاله کېږي چې انځورګري کوم. د ټولنیزو شبکو له لارې له دې سیالۍ خبره شوم، نوملیکنه مې وکړه او نن دلته د سیالۍ لپاره راغلي یو. تر اوسه کار روان دی.» د دغې سیالۍ ۷۰ تنه ګډونوالې د همدې ګالرۍ زدهکوونکې دي؛ هغه ګالري چې د یوه هنر دوست او د نجونو د پرمختګ پلوي ځوان له خوا اداره کېږي. د انځورګرۍ استاد مزمل نوروزي آمو ته وویل: «د دې سیالۍ د جوړولو موخه یوازې د ښځو ملاتړ و، څو هغه مېرمنې چې اوس په دغو شرایطو کې نه شي کولای خپل غږ د پوهې او زدهکړو…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
په کابل کې ۱۶۰ نجونو د انځورګرۍ په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
په کابل کې ۱۶۰ نجونو د انځورګرۍ په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ | آمو ټلویزیون