EnglishSportsافغانستانغور

غور کې د زمري ۲۴مې په مناسبت د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې — Bakhtar

DevelopingSportsغور1 SourcesUpdated: 2026-08-17 11:27:19🎙 Listen to radio

Summary: د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د زمري ۲۴مې او د فتحې پنځمې کالیزې په مناسبت د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دغو سیالیو کې د وزلوبې دوو لوبډلو او له ۳۰ ډېرو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې یوه ورځ یې له یو بل سره سیالي وکړه.د غور د بدني روزنې او ورزش امر مولوي حیات‌الله توحیدي وویل، چې د سیالیو په پای کې د وحدت لوبډلې د حلالې دایرې په دننه کې د خوسکي په اچولو سره د اتلولۍ مقام خپل کړ او رحیم‌الله د سیالیو د غوره پهلوان په توګه وټاکل شو.نوموړي زیاته کړه، چې دغه سیالۍ د زمري ۲۴مې د پنځمې کالیزې په مناسبت او د یادې ورځې د جوړوونکې کمېټې په همغږۍ ترسره شوې، چې موخه یې د هېواد د عنعنوي ورزشونو وده، د ورزشکارانو ترمنځ د سالمې سیالۍ او تفریح زمینې برابرول وو.د سیالیو په پای کې غوره ورزشکاران وستایل شول.د یادونې وړ ده، چې وزلوبه د افغانستان له دودیزو او پخوانیو ورزشونو څخه ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته سیالیو له لارې یې د ودې هڅې کېږي.

Quick facts

Locationغور
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-17 11:27:19

Timeline

  1. Bakhtar

    غور کې د زمري ۲۴مې په مناسبت د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-17 06:20:59

غور کې د زمري ۲۴مې په مناسبت د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button