AfghanistanSecurity

مخالفان هڅه کوي د افغانستان پر ضد جبهه جوړه کړي

DevelopingSecurity1 sourcesUpdated 2026-06-29 02:05:27

د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان مخالفان هڅه کوي د هېواد پر ضد یوه جبهه جوړه کړي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر، نورالله نوري، ویلي چې مخالفان هڅه کوي د افغانستان پر ضد یوه جبهه رامنځته کړي او خپل فعالیتونه د «افغانستان د آزادولو» په شعار سره مخته وړي. هغه د افغانستان په شمال کې د سرپل ولایت د سفر پر مهال وویل:هغه کسان چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې خپلې موخې تعقیبولې، اوس باید د افغانستان د آزادۍ شعار ور نه کړي. دغه کسان نور په افغانستان کې هېڅ ځای نه لري. د افغانستان د طالبانو وزیر د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره ادعا وکړه چې پر هېواد واکمن نظام د اسلامي شریعت پر بنسټ اداره کېږي او خلک هم پرته له کوم جبَره د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ کوي. نوري همدارنګه وویل چې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو وروسته، کورني اختلافونه، غچ‌اخیستنې او جګړې پای ته رسېدلې او د افغانستان په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې، چې بېرته واک ته رسېدلي، تل خپل مخالفان د افغانستان د بې‌ثباته کولو په هڅو تورن کړي…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Last update2026-06-29 02:05:27

Timeline

  1. Parstoday

    مخالفان هڅه کوي د افغانستان پر ضد جبهه جوړه کړي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-06-29 01:51:01

مخالفان هڅه کوي د افغانستان پر ضد جبهه جوړه کړي

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button