Kabulافغانستانامنیتدری

راپور: کابل کې خلک د طالبانو د محدودیتونو ترمنځ د عادي ژوند لارې… — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-20 08:01:37🎙 رادیو را بشنوید

اېن‌پي‌ار په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په کابل کې خلک له ګڼو ټولنیزو محدودیتونو سره سره هڅه کوي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او د دغو محدودیتونو ترمنځ د ژوند کولو لارې پیدا کړي. سراج د دغه رسنۍ له خبریال سره په خبرو کې ویلي چې طالبان لا هم په ځانګړي ډول له چینایي شرکتونو سوداګریز ډرونونه اخلي او وروسته یې د پوځي کارونې لپاره بدلوي. د هغه په وینا، دا ډرونونه د هغو وسایلو په پرتله چې طالبانو د واک تر نیولو مخکې کارول، ګران دي. سراج ادعا کوي چې طالبان د دغو ډرونونو د پراختیا لپاره له هند څخه هم مالي ملاتړ ترلاسه کوي، خو ټینګار کوي چې تر اوسه داسې «کلک شواهد» نشته چې وښيي د هند حکومت په رسمي ډول د دې ملاتړ تر شا دی. هغه همداراز وايي، د طالبانو بله سرچینه د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک یا سپاه پاسداران دی. د سراج په وینا، دغه ځواک طالبانو ته د ایران له لوري ورکړل شوي ثابت‌وزري ډرونونه برابروي او د طالبانو او سپاه پاسداران اړیکې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا نږدې شوې دي. اسلام‌خان غفاروف، د ازبکستان د نړۍ اقتصاد او دیپلوماسۍ پوهنتون استاد او د «پرمختګ‌پالو اصلاحاتو مرکز» شنونکی، هم د سراج د معلوماتو ډېره برخه تاییدوي. هغه وايي، په تېر…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-20 08:01:37

خط زمانی

  1. AF International

    راپور: کابل کې خلک د طالبانو د محدودیتونو ترمنځ د عادي ژوند لارې لټوي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-20 05:46:56

راپور: کابل کې خلک د طالبانو د محدودیتونو ترمنځ د عادي ژوند لارې لټوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button