افغانستانامنیتدری

خپلواکي مبارک؛ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې (د زمري ٢٨ مې) د… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-19 11:42:09🎙 رادیو را بشنوید

Summary: تبصره: د زمري ۲۸مه د افغانستان په تاریخ کې د ویاړ، عزت او ملي خپلواکۍ له مهمو ورځو څخه ده؛ ۱۰۷ کاله وړاندې په همدې ورځ افغان ملت د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې د خپلو مبارزو پایله ترلاسه کړه او افغانستان یې د یوه خپلواک هېواد په توګه نړیوالو ته وروپېژاند. خپلواکي یوازې د تاریخ یوه خاطره نه ده، بلکې د ملي حاکمیت، ازادو پرېکړو او د هېواد د برخلیک ټاکلو حق ته ویل کېږي. هر ملت هغه وخت د خپلواکۍ بشپړ احساس کولی شي چې د خپلې خاورې، سیاست او راتلونکي په اړه پرېکړې په خپله وکړي، لکه د اسلامي امارت حکومت چې دغه چاره ترسره کوي. افغانانو د خپل تاریخ په اوږدو کې د خپلواکۍ د ساتنې لپاره درنې قربانۍ ورکړې دي. له انګریزي ښکېلاک سره مبارزه او د شوروي اتحاد او د امریکا په مشرۍ د ناټو پر وړاندې د وروستیو دوو لسیزو بریالی جهاد ټول د همدې اوږدې مبارزې برخې بلل کېږي. د زمري د ۲۸مې ورځې نمانځنې هغه مهال خپل بشپړ مفهوم پیدا کړ، چې هېواد له بهرني پوځي حضور څخه ازاد شو او زه باور لرم، چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو تر ماتې او وتلو او د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د استقلال دغې ورځې (زمري ٢٨) ارزښت لا څرګند شوی دی. په هغه موده کې چې بهرني ځواکونه(امریکا او ناټو) په افغانستان کې موجود وو، د استقلال ورځې نمانځنه د بشپړې خپلواکۍ له مفهوم سره په بشپړه توګه برابره نه وه؛ ځکه د هېواد په مهمو امنیتي او سیاسي برخو کې د بهرنیانو حضور موجود و. خو د امریکا او ناټو تر ماتې او وتلو وروسته افغانستان یو ځل بیا د بشپړ ملي حاکمیت مرحلې ته داخل شوی او اوس د استقلال ورځې نمانځنه د عملي خپلواکۍ له احساس سره یوځای ترسره کېږي. د امریکا په مشرۍ د ناټو ائتلاف ماتې او د شل کلن حضور پای ته رسېدل د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه پېښه ده. دغه تحول د دې سبب شوی چې د زمري ۲۸مه د پخوا په پرتله په لا پراخ مفهوم ونمانځل شي. له همدې امله نن د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک د خپلواکۍ کالیزه په داسې حال کې نمانځي چې افغانستان له بهرني پوځي حضور څخه بشپړ ازاد شوی او د خپلو چارو د مدیریت واک یې په خپل لاس کې دی. د استقلال ورځې نمانځنه افغانانو ته د دې پیغام هم ورکوي چې خپلواکي یوازې د یوې ورځې جشن نه دی، بلکې د هغې ساتنه، پیاوړتیا او د راتلونکو نسلونو لپاره یې خوندي کول هم یو ملي مسوولیت دی. قوي اقتصاد، علم، یووالی او اغېزمنې ادارې د خپلواکۍ د دوام مهم عناصر ګڼل کېږي. په ټوله کې د زمري ۲۸مې ورځې تاریخي ارزښت نن ځکه لا زیات څرګند شوی چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو تر وتلو، د اشغال تر پای ته رسېدو او د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د استقلال ورځې نمانځنه د بشپړ حاکمیت له احساس سره مله شوې ده. له همدې امله دغې ورځې خپل اصلي ارزښت یو ځل بیا موندلی او افغانان یې نن په ځانګړي ویاړ سره نمانځي.

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-19 11:42:09

خط زمانی

  1. Bakhtar

    خپلواکي مبارک؛ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې (د زمري ٢٨ مې) د استقلال ورځې خپل اصلي ارزښت وموند

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-19 04:47:49

خپلواکي مبارک؛ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې (د زمري ٢٨ مې) د استقلال ورځې خپل اصلي ارزښت وموند

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button