Summary: د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي، د ننګرهار والي ملا محمدنعیم آخند، د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان او د دواړو ولایتونو یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو، د قومي شخړو د حل په موخه د لوګر ازرې ولسوالۍ ته سفر وکړ. په هغه غونډه کې، چې د ازرې ولسوالۍ او د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د قومي مشرانو او مخورو په ګډون جوړه شوې وه، د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي وویل، چې اسلامي امارت د قومي شخړو د حل او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره ژمن دی او د اسلامي امارت هر مسوول ځان د اسلام د دین او د مجاهد ولس خدمتګار ګڼي. د لوګر والي له خلکو وغوښتل، چې د ورورولۍ له مخې یو له بل سره ژوند وکړي او له تاوتریخوالي او د متقابلو ستونزو له رامنځته کولو ډډه وکړي. په همدې حال کې، د ننګرهار والي ملا محمدنعیم آخند او د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په خپلو خبرو کې له قومي مشرانو وغوښتل، چې زغم خپل کړي او د قومي اختلافاتو له پراخولو ډډه وکړي. مسوولینو له قومي مشرانو هم وغوښتل، چې خپلو هوکړو ته ژمن پاتې شي او د ترسره شویو پرېکړو د پلي کېدو په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي. ورته مهال، د دواړو لوریو قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به اختلافاتو ته لمن نه وهي او د یو بل حقونو ته به درناوی کوي. د یادونې وړ ده، چې د دغو قومي اختلافاتو د حل لپاره د لوګر والي او ورسره پلاوي هڅې ترسره کړي او د اسلامي امارت د ریاستالوزراء رسمي پرېکړه هم په غونډه کې حاضرو کسانو ته ولوستل شوه. له دواړو لوریو وغوښتل شول، چې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د یو بل پر حقونو تېری ونه کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د لوګر او ننګرهار والیانو د قومي شخړو د حل په موخه ازرې ولسوالۍ ته سفر وکړ
منابع
Afghan sources
د لوګر او ننګرهار والیانو د قومي شخړو د حل په موخه ازرې ولسوالۍ ته سفر وکړ