دغې ادارې د دوشنبې په ورځ، د اګست ۲۴مه، په خپل اونیز راپور کې ویلي چې په تېره اوونۍ کې د لومړیتوب لومړۍ او دویمې درجې ګڼو افغان کورنیو، چې په پاکستان کې بندې پاتې دي، په ګډه لسګونه لیکونه ورلېږلي دي. د دغو کورنیو په وینا، دوی له کلونو راهیسې د خپلو دوسیو د پرمخ تګ په تمه دي او د اوږدې مودې ځنډ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. افغان ایواک وايي، د پاکستان د شړلو بهیر، چې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې پیل شوی، له هغې وروسته له ۲۱۳ زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. په راپور کې د یوه افغان ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتونکي لیک هم خپور شوی چې په پېښور کې له څلورو کلونو راهیسې د خپلې مرکې د وخت په تمه دی. نوموړي په خپل لیک کې یوازې د خپلې مرکې د ټاکل کېدو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې یوې بلې ځوانې افغانې ښځې هم افغان ایواک ته په استول شوي لیک کې د خپل امنیت، زدهکړو او راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې ویلي: «زه د ځانګړي امتیاز غوښتنه نه کوم، یوازې هڅه کوم پوه شم چې زما لپاره کومه خوندي او عملي لاره شته.» افغان ایواک وايي، د دې ښځې د پوښتنې صادقانه ځواب دا مهال «نږدې هېڅ»…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
پېښور کې د افغان زدهکوونکو پر زدهکړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زدهکړو حق ترې اخیستل شوی
منابع
Afghan sources
پېښور کې د افغان زدهکوونکو پر زدهکړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زدهکړو حق ترې اخیستل شوی