Healthافغانستانبلخدری

جوزجان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٥ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته — Bakhtar

در حال تکمیلHealthبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-10 23:54:19🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د جوزجان – بلخ پر عمومي لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او څلور نور ټپیان شوي دي. د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي باختر آژانس ته ویلي، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د فیض‌آباد ولسوالۍ په ګرجګ سیمه کې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، په دغه پېښه کې د کرولا ډوله تېزرفتاره موټر له مزدا باروړونکي موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې د یوه موټر سپرلۍ ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې ده. د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند له موټرچلوونکو غوښتي، چې پر لویو لارو د تګ راتګ پر مهال مجاز سرعت رعایت کړي، له غیرمجازو سبقتونو او بې‌احتیاطۍ ډډه وکړي او ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو او ځاني زیانونو مخه ونیول شي.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-10 23:54:19

خط زمانی

  1. Bakhtar

    جوزجان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٥ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-10 15:27:32

جوزجان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٥ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button