د کډوالۍ نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۵مې د نومبر تر اوومې پورې له پاکستان او ایران څخه ۴۳ زره او ۴۱۲ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالۍ د نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په دې موده کې له ایران څخه ۳۸ زره او ۸۷ کسان او له پاکستان څخه ۵ زره او ۳۲۵ کسان بېرت افغانستان ته ستانه شوي دي. راپور ښيي چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو شمېر د تېرو دو اوونیو په پرتله ۳۵ سلنه زیات شوی، خو له ایران څخه د راستنېدونکو شمېر څلور سلنه کم شوی دی.د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په همدې موده کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د روغتیا، خوړو، ترانسپورټ، لنډمهاله استوګنې او نورو برخو کې مرستې هم برابرې شوې دي.د راپور د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر اوومې پورې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنو شویو کسانو ټول شمېر څه باندې څلور اعشاریه دوه میلیونو ته رسېدلی دی. په خیبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرو د اتحادیې (متحده افغان تاجر اتحاد) مشر او د افغان کډوالو د عالي شورا غړي سید نقیب باچا ویلي، له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې، چې له امله یې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
په تېرو دوو اوونیو کې افغانستان ته تر ۴۳ زره ډېر کډوال ستانه شوي دي
سرچینې
Afghan sources
په تېرو دوو اوونیو کې افغانستان ته تر ۴۳ زره ډېر کډوال ستانه شوي دي