Politicsافغانستاندری

د امریکا فدرالي قاضي د افغانانو پر ویزو لګول شوی بندیز لغوه کړ… — Amu TV

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-22 12:03:12🎙 رادیو را بشنوید

د امریکا یوه فدرالي قاضي د جمعې په ورځ د ټرمپ ادارې هغه تګلاره لغوه کړه چې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو غوښتونکو ته د مهاجرت وېزې صدور وځنډاوه. هغې وویل چې دا تګلاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له قانوني واکونو وتلې وه. هغې په دغه حکم کې لیکلي دي: «دا تګلاره چې د مهاجرت وېزې صدور په مطلق ډول یوازې د غوښتونکي د تابعیت پر بنسټ منع کوي، د دغه قانوني اډانې مستقیم نقض ګڼل کېږي.» د وېزې د صدور د تعلیق لپاره د بهرنیو چارو وزارت اقدام چې د ۲۰۲۶ میلادي کال په جنوري میاشت کې پلي شو، د لاتینې امریکا د هېوادونو له جملې برازیل، کولمبیا او یوروګوای، د بالکان سیمې له هېوادونو لکه بوسنیا او البانیا، د سویلي اسیا له هېوادونو له جملې افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش او دغه راز د افریقا، منځني ختیځ او کارائیب سیمې له ډېری هېوادونو څخه غوښتونکي تر اغېز لاندې راوستلي وو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دغه هېواد د فدرالي محکمې د قاضي د دغه حکم په اړه څه نه دي ویلي. وارګاس، فدرالي قاضي چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جو بایدن لخوا ټاکل شوې ده، دا حکم د مهاجرینو د حقوقو د ډلو «د کاتولیک قانوني مهاجرت شبکه» او «له یو بل سره افریقایي ټولنې»…

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-22 12:03:12

خط زمانی

  1. Amu TV

    د امریکا فدرالي قاضي د افغانانو پر ویزو لګول شوی بندیز لغوه کړ | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-22 10:32:20

د امریکا فدرالي قاضي د افغانانو پر ویزو لګول شوی بندیز لغوه کړ | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button