Summary: د هلمند ولایت د فرعي ګمرکاتو ریاست مسوولین وایي، چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د لښکرګاه ښار او د ګرمسېر او بهرامچې ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د ۱۲ زره ۱۶۴ کیلوګرامه خوراکي او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه نیولې ده. د یاد ریاست رئیس حاجي حقمل باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، یو شمېر کسانو غوښتل چې یاد توکي د شپږو باروړونکو موټرو په وسیله په بېلابېلو وختونو کې په غیرقانوني ډول هلمند ته را انتقال کړي، خو د فرعي ګمرکاتو د ګرځنده ټیمونو له لوري ونیول شول.د نوموړي په وینا، د دغو پېښو په تړاو اووه تنه نیول شوي، چې له لومړنیو پلټنو وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هلمند د فرعي ګمرکاتو د ګرځنده ټیمونو له لوري ګڼ شمېر هغه کسان نیول شوي وو، چې په غیرقانوني ډول یې د توکو قاچاق او لېږد رالېږد کاوه.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
هلمند کې د څه باندې ۱۲ زره کیلوګرامه خوراکي او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
منابع
Afghan sources
هلمند کې د څه باندې ۱۲ زره کیلوګرامه خوراکي او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه