Summary: د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سویس هېواد په مالي ملاتړ، د پارون او کانتیوا ولسوالیو په شپږو کرنیزو مرکزونو کې د شاوخوا ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۱ قلمه عصري کرنیز ماشینونه او وسایل ووېشل شول. د دغو وسایلو د وېش په مراسمو کې د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار، د کرنې رئیس مولوي محمدولي محسن، د اقتصاد رئیس مولوي عبدالرحمن، د (ډي ار سي) موسسې مسوولینو، قومي مشرانو او بزګرانو ګډون کړی و. د یادې موسسې د برنامې مدیر منیر احمد منیب ویلي، چې په پارون او کانتیوا ولسوالیو کې د اوبو لګولو، اصلاح شویو تخمونو، مېوه لرونکو باغونو، مالدارۍ او د کاري فرصتونو په برخو کې ګڼې پروژې پلې شوې او د ورته نورو پروګرامونو د پلي کولو پلان هم لري. د نورستان د کرنې رئیس محمدولي محسن د یادو وسایلو له وېش څخه مننه کړې او غوښتنه یې کړې، چې دغه ډول پروګرامونه دې د دغه ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي. په وېشل شویو وسایلو کې ١٢ غټ او واړه ټيکټرونه، د تخم او سرې شیندلو ماشینونه، د غنمو ریبلو ماشینونه، د درملو شیندلو پمپونه، ترېشرونه او نور اړین کرنیز تجهیزات شامل دي. مسوولین وايي، چې د دغو وسایلو وېش به د کرنې د میکانیزه کولو، د بزګرانو د وخت او لګښتونو د کمولو او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې مهم رول ولوبوي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
نورستان کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت عصري کرنیز وسایل ووېشل شول
منابع
Afghan sources
نورستان کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت عصري کرنیز وسایل ووېشل شول