Healthافغانستاندریکندهار

افغان خبریال شکیب نظري له څه باندې یوه کال بند وروسته د طالبانو… — AF International

در حال تکمیلHealthکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-01 17:56:04🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، شکیب نظري چې د جاپان د «اېن‌ټي‌وي» ټلوېزیون ځایي خبریال و، د طالبانو د بګرام په زندان او د استخباراتو په توقیف‌ځایه کې تر شاوخوا یو کال او یوې میاشتې بند تېرولو وروسته خوشې شوی دی. سیمه‌ییزې روغتیايي سرچینې او اوسېدونکي وایي، په تېرو څو کلونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو شمېر په پرله‌پسې ډول کم شوی او اوس‌مهال د کندهار، روزګان، هلمند او نورو سویلي ولایتونو په کچه یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي. د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په هلمند، زابل او روزګان کې هیڅ متخصصه ښځینه ډاکټره نه‌شته. د پخوانیو روغتیايي رسمي معلوماتو له مخې، درې کاله وړاندې په کندهار ولایت کې ۴۱ ښځینه متخصصې ډاکټرانې ثبت شوې وې. یوه روغتیايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «دا مهال په کندهار کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې کار کوي؛ خو له دې ډلې یوه یې ډېری وخت په کندهار کې نه وي». د سرچینې په وینا، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ یوشمېر نورې ښځینه روغتیايي کارکوونکې لکه قابلې، روغتیاپالې او نورې مسلکي ښځې هم د سختو شرایطو له امله له خپلو دندو لرې پاتې شوې دي. په کندهار کې د جمهوري نظام پرمهال د روغتیا یو پخوانی چارواکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي که څه هم هغه مهال په ولسوالیو کې…

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-01 17:56:04

خط زمانی

  1. AF International

    افغان خبریال شکیب نظري له څه باندې یوه کال بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شو

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-01 17:31:37

افغان خبریال شکیب نظري له څه باندې یوه کال بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button