د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، د سالنګونو پر لویه لار د اساسي بیارغونې چارې روانې دي او د دغو چارو د چټکتیا او ښه ترسره کېدو لپاره به د چڼګاښ له ۱۹مې نېټې د سالنګونو لویه لار د درنو بار وړونکو (ټېلري) موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې وتړل شي. حنفي دغه څرګندونې د کابل د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د ډاکټرانو لپاره د «طبابت خدمتونو د کیفیت لوړولو» په سیمینار کې کړې دي. هغه ویلي، د اوږدو جګړو له امله د هېواد روغتیايي سکټور له ګڼو ستونزو سره مخ شوی او د طبي تجهیزاتو کمښت او د متخصصو کادرونو نشتوالي د روغتیايي خدمتونو کیفیت اغېزمن کړی دی. د طالبانو د اداري مرستیال په وینا، د طبابت د اخلاقو رعایت د ډاکټر او ناروغ ترمنځ د باور د پیاوړتیا لپاره مهم دی او روغتیايي کارکوونکي باید د خپلو مسلکي او اخلاقي مسوولیتونو په ترسره کولو کې جدي پاملرنه وکړي. حنفي زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د روغتیايي سکټور اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د هېواد روغتیايي خدمات په تدریجي ډول ښه کړي. نوموړي همداراز ډاډ ورکړ، چې د روغتیايي سکټور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به لازم اقدامات ترسره شي. د افغانستان روغتیايي سکټور په داسې حال کې د تجهیزاتو او متخصصو کادرونو له کمښت سره مخ دی چې نړیوالو بنسټونو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبان وايي د سالنګ لویه لار به د ټېلري موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي
Sources
Afghan sources
طالبان وايي د سالنګ لویه لار به د ټېلري موټرو پر مخ تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي