EconomyEnglishافغانستانبدخشان

د یوناما سرپرسته: په بدخشان کې د اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو لپاره پانګونې… — AF International

DevelopingEconomyبدخشان1 SourcesUpdated: 2026-08-23 17:15:30🎙 Listen to radio

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) وايي، د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړې سرپرستې استازې او مرستیالې جورجت ګانیون بدخشان ته سفر کړی دی. هغې ویلي، چې د اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو او د کوکنارو کرکېلې پرځای د بدیلو لارو لپاره پانګونې ته اړتیا ده. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي چې واشنګټن غواړي پر ایران «په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه» ولګوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم هغو هېوادونو ته د سختو اقتصادي پایلو خبرداری ورکړی چې له ایران سره سوداګري یا د دغه هېواد ملاتړ ته دوام ورکړي. اقتصادي شنونکي وايي، که دغه بندیزونه پر ایران سربېره هغو شرکتونو او هېوادونو ته هم وغځول شي چې له تهران سره سوداګري کوي، افغانستان به د خپل جغرافیایي نږدېوالي او له ایران سره د پراخو سوداګریزو اړیکو له امله له غیرمستقیم فشار سره مخ شي. د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه اندېښنه د ایران چابهار بندر دی. دغه بندر افغانستان ته د پاکستان له مسیرونو پرته سمندر ته د لاسرسي یوه مهمه لاره برابروي او د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم بلل کېږي. خو د چابهار په اړه د امریکا د بندیزونو وضعیت لا له وړاندې پېچلی شوی دی. د هند لپاره د چابهار د بندیزونو معافیت د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۶مه پای ته رسېدلی، چې د بندر د راتلونکو…

Quick facts

Locationبدخشان
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-23 17:15:30

Timeline

  1. AF International

    د یوناما سرپرسته: په بدخشان کې د اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو لپاره پانګونې ته اړتیا ده

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-23 15:40:40

د یوناما سرپرسته: په بدخشان کې د اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو لپاره پانګونې ته اړتیا ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button