بازارک (پژواک) – د پنجشېر سیمهییز مسوولین وایي، د روان لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دغه ولایت ۱۲۴ زره او ۷۰۰ قیراطه زمرد د څه باندې ۲۳۵ میلیون افغانیو په ارزښت پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي او له دې لارې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي. د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لتون پژواک ته وویل چې دغه اندازه زمرد د ۱۷ مزایدو له لارې په ټولیز ډول په ۲۳۵ میلیون، ۱۷۴ زره او ۹۹۰ افغانۍ پلورل شوي دي. هغه وویل، د دغو زمردو له پلور څخه ۲۴ میلیونه، ۴۱۴ زره او ۵۲۶ افغانۍ عواید راټول او د افغانستان اسلامي امارت حساب ته لېږدول شوي دي. لتون زیاته کړه چې د پنجشېر د سیمهییزې ادارې په همکارۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ، په دغه ولایت کې د کانونو د شفاف او قانوني استخراج زمینه پراخه شوې ده. د هغه په خبره، اوسمهال د دغه ولایت په شاوخوا ۶۰۰ کانونو کې نږدې ۱۵ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي چې ډېری یې ځوانان دي. ده وویل، د دغو کانونو ۴۰ سلنه کارګر هره میاشت له شپږو تر لسو زرو افغانیو عاید لري. د پنجشېر د والي ویاند دغه راز وویل چې د دغه ولایت شاوخوا زرو ځوانانو په دې وروستیو کې د قیمتي او نیمهقیمتي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
په اتو میاشتو کې د څه باندې ۲۳۵ میلیون افغانیو په ارزښت د پنجشېر زمرد پلورل شوي دي
منابع
Afghan sources
په اتو میاشتو کې د څه باندې ۲۳۵ میلیون افغانیو په ارزښت د پنجشېر زمرد پلورل شوي دي