AfghanistanEconomyبغلان

افتتاح نمایشگاه سه‌روزه تولیدات و محصولات داخلی در بغلان

DevelopingEconomyبغلان1 sourcesUpdated 2026-06-28 11:16:18

Summary: د بغلان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري په پلخمري ښار کې د کورنیو تولیداتو او ملي محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس قاري محمد نعیم همکار باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې په دغه نندارتون کې صنعت ‌کارانو، تولیدوونکو او سوداګرو ته ۸۵ غرفې ځانګړې شوې دي، څو خپل بېلابېل کورني تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي.د نوموړي په وینا، په نندارتون کې خوراکي توکي، لاسي صنایع، کرنیز محصولات، کاني توکي، جامې، د پاکولو مواد او نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.هغه د دغه نندارتون موخه د صنعت ‌کارانو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، د ملي صنعتونو پراختیا، د کورنیو محصولاتو لپاره د مناسب بازار موندنه او د هېواد د تولیدي ظرفیتونو معرفي کول وبلل او زیاته یې کړه، چې دغه نندارتون به د درېیو ورځو لپاره دوام وکړي.په همدې حال کې د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د نندارتون د لیدنې پر مهال د پانګونې، صنعتونو د ودې او اقتصادي فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وکړ.نوموړي زیاته کړه، چې د دې ډول نندارتونونو جوړول د هېواد د تولیدي ظرفیتونو په معرفي کولو، د محصولاتو په بازارموندنه او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري او له هېوادوالو یې وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو په پېرلو سره د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.دغه راز په یاد نندارتون کې ګډونوال صنعت ‌کار محمد سیر منیب د دغه نندارتون له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د مناسب بازار د رامنځته کېدو او د صنعت‌ کارانو د محصولاتو د لا ښه معرفي کېدو لپاره یې د ورته نندارتونونو د دوام غوښتنه کړې ده.

Quick facts

Locationبغلان
TopicEconomy
Sources1
Last update2026-06-28 11:16:18

Timeline

  1. Bakhtar

    بغلان کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-28 11:05:49

بغلان کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button