Economyافغانستانپښتو

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې — Bakhtar

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-26 20:42:32🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې، د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال ابرار میرزا اولیموف سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د افغانستان بانک د وياند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د بانکي همکاریو د پراختیا، د بانکي اړیکو د لا پیاوړتیا، د سوداګرۍ حجم له زیاتېدو سره سم د بانکي تعاملاتو د اغېزناک تنظیم، دوه اړخیزو تخنیکي همکاریو، د تجربو شريکولو او یو شمېر نورو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. د افغانستان بانک لومړي مرستیال، د دغه بانک له لوري په مالي او بانکي برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او ويلي يې دي چې د افغانستان بانک چمتو دی د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او بانکي اړیکو د پراختیا لپاره د ازبکستان له مرکزي بانک سره نږدې همکاري وکړي. د ازبکستان د مرکزي بانک مرستیال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو د لا پیاوړتیا ارزښت ته په اشارې، ویلي چې د ازبکستان مرکزي بانک به د متقابلو همکاریو د پراختیا او د بانکي تعاملاتو د اسانتیا لپاره همکارۍ ته دوام ورکړي. د کتنې په پای کې، دواړو لوريو هیله څرګنده کړې چې د دغه شان ناستو او دوامدارو تخنیکي همکاریو له لارې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ مالي او بانکي اړیکې لا پیاوړې او اغېزناکې شي.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-26 20:42:32

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-26 16:27:40

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button