Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت وايي چې د تېرې يوې مياشتې په بهير کې د کابل ښار له ۲۶۳ وارداتي شرکتونو، عمده پلورنځيو او د درملو له تولیدي کارخونو څخه څارنه شوې ده. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست له لوري د روان ۱۴۰۵ ھق کال د زمري میاشتې په ترڅ کې د سوداګریزو او تولیدي فعالیتونو د تنظیم او د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت تأمین په موخه په کابل ښار کې له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده پلورنځیو او د درملو او روغتيايي محصولاتو له ۳۰ توليدي کارخونو څخه نظارت ترسره شوی, چې په پایله کې يې درې وارداتي شرکتونه او ۲۴ د درملو عمده پلورنځي د پېرلو قانوني اسنادو د نه شتون، د غیر معیاري بېلونو کارولو، پرچونفروشۍ، د مسلکي مسوول اړوند ستونزو او د بیو نه رعايتولو په دليل؛ په مؤقت ډول تړل شوي دي."د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په ياده موده کې له عمده پلورنځيو څخه ۱۷ قلمه او له وارداتي شرکتونو څخه ۶ قلمه مشکوک درمل د کیفیت تثبیت په موخه د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ته لېږل شوي او د نظارت په برخه کې له کارتونو سره د هغو مواردو د اصلاح لپاره چې سمون ته اړتيا لري؛ ۲۳ اصلاحي مکتوبونه شريک شوي دي.ويل شوي چې ۹۱ قلمه هغه درمل چې رسمي او قانوني اسناد یې نه درلودل؛ راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته لېږدول شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کابل؛ له ۲۶۳ وارداتي شرکتونو، عمده پلورنځيو او د درملو له تولیدي کارخونو څخه څارنه شوې ده
Sources
Afghan sources
کابل؛ له ۲۶۳ وارداتي شرکتونو، عمده پلورنځيو او د درملو له تولیدي کارخونو څخه څارنه شوې ده