افغانستانامنیتپښتوننګرهار

طالبانو او ازبکستاني سوداګرو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې وکړې — AF International

روان خبرSecurityننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-02 15:05:11🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د ننګرهار مرستیال والي او ازبکستاني سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې، د پانګونې فرصتونو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي. ضیا سراج نن یکشنبه د زمري پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي چې د جبهه ازادي، سپاهیان میهن او جبهه متحد وروستي تحرکات د طالبانو د دوهم استبدادي دورې د پای بهیر پیلېدل ښيي. ده ویلي چې تر ټولو مهم فکتور د ولس بېساری ویښتیا ده. سراج ټینګار کړی چې طالبان له ملي او نړیوال مشروعیته بې‌برخې دي او هره ورځ هېواد تیارو ته بیایي. هغه زیاتوي که وسلوال مخالفت هم نه وي، د طالبانو اوسني کورني او بهرني سیاستونه به یې زوال سبب شي. سراج له افغانانو د یووالي او د تفرقې د مخنیوي غوښتنه کړې ده. سراج وایي چې د طالبانو پرېکړو او کړنو د هغوی اصلي څېره خلکو ته ښکاره کړې ده.هغه زیاته کړې چې دغه ډله هېواد د تیارې لور ته بیايي او د بقا چانس نه لري. د نوموړي په وینا، حتی د وسله والو مخالفینو پرته به هم د طالبانو رژیم د خپلو ناسمو کورنیو او بهرنیو سیاستونو له امله له سقوط سره مخ شي. ضیا سراج ویلي، چې د طالبانو فرمانونو او پرېکړو د دې ډلې…

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-02 15:05:11

مهالوېش

  1. AF International

    طالبانو او ازبکستاني سوداګرو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې وکړې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-02 12:59:29

طالبانو او ازبکستاني سوداګرو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې وکړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button