Developmentافغانستانبغلانپښتو
د پنجشېر ـ تخار سړک د رغولو چارې یوازې یو کیلومتر پاتې دي — Bakhtar
Summary: د پنجشېر ځايي مسوولین وايي چې د پنجشېر ـ تخار ۲۵ کیلومتره سړک د رغولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او تر اوسه یې ۲۴ کیلومتره برخه بشپړه شوې ده. د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري او د جوړولو لګښت یې ۴۵۰ میلیونه افغانۍ دی.نوموړي زیاته کړې، چې د دغه سړک د جوړولو چارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس او د ټولګټو وزارت له لوري پلې کېږي.د هغه په وینا، که هوا مناسبه وي، د سړک پاتې برخې د رغولو چارې به هم ډېر ژر بشپړې شي.ښاغلي لټون دغه راز ویلي، چې پنجشېر اوس له بدخشان او نورستان ولایتونو سره نښلول شوی او د پنجشېر ـ بغلان او پنجشېر ـ لغمان سړکونو د نښلولو چارې هم روانې دي.
لنډ معلومات
ځایبغلان
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-28 09:42:06
مهالوېش
-
Bakhtar
د پنجشېر ـ تخار سړک د رغولو چارې یوازې یو کیلومتر پاتې دي