Politicsافغانستانپښتوهرات

د باختر اژانس رئیس په زابل کې د کډوالو د وضعیت په اړه… — Bakhtar

روان خبرPoliticsهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-25 01:37:41🎙 راډیو واورئ

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس او د کډوالو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان‌الله حسان، د کډوالو د وضعیت او د هغوی د عامه پوهاوي اړوند نشراتي فعالیتونو د ارزونې په موخه زابل ولایت ته سفر کړی دی. مولوي حسان د دغه سفر په ترڅ کې د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي احمد مختار سره کتلي او د کډوالو د وضعیت، د هغوی د عامه پوهاوي او د باختر اژانس د نشراتي فعالیتونو په اړه یې خبرې کړې دي. په دې کتنه کې مولوي احسان‌الله حسان ویلي، چې ولایتونو ته یې د سفرونو لړۍ پیل کړې، څو د باختر آژانس د ولایتي مدیریتونو له نشراتي فعالیتونو لیدنه وکړي او ستونزې او اړتیاوې یې له نږدې وڅېړي. نوموړي د کډوالو د وضعیت، د هغوی د عامه پوهاوي او هېواد ته د راستنېدو په اړه د لا ډېرو راپورونو پر چمتو کولو او خپرولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د کډوالو په اړه باید کره او پر وخت معلومات له خلکو سره شریک شي. هغه همدارنګه د راستنېدونکو هېوادوالو د ښه هرکلي په موخه لارښوونه کړې، چې ولایتونه دې د اړتیا وړ امکاناتو د برابرولو لپاره خپلې اړتیاوې له مرکزي ادارې سره شریکې کړي او د بینرونو او بېلبورډونو له لارې دې د ښه راغلاست پیغامونه خپاره کړي. د باختر اژانس رئیس د زابل ولایت د باختر اژانس له مدیریت څخه هم لیدنه کړې، د کارکوونکو فعالیتونه یې ارزولي او سپارښتنه یې کړې، چې د کډوالو د عامه پوهاوي په برخه کې لا ډېر معلوماتي او نشراتي راپورونه چمتو او خپاره کړي. ورته مهال، د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار د راغلي پلاوي د سفر او لیدنې هرکلی کړی او د اړوندو چارو د ترسره کولو ډاډ یې ورکړی دی. نوموړي ویلي، چې د کډوالو د عامه پوهاوي، ښه راغلاست او نورو نشراتي فعالیتونو په برخه کې به له یاد پلاوي سره هر اړخیزه همکاري وکړي. د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي تر دې وړاندې هم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت او اړوندو خدمتونو د ارزونې په موخه هلمند، هرات او نیمروز ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-25 01:37:41

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د باختر اژانس رئیس په زابل کې د کډوالو د وضعیت په اړه د لا ډېرو راپورونو پر خپرولو ټینګار وکړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-24 16:38:19

د باختر اژانس رئیس په زابل کې د کډوالو د وضعیت په اړه د لا ډېرو راپورونو پر خپرولو ټینګار وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button