Summary: د اطلاعاتو د فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معنییت اړوند د خلکو فرهنګ ریاست له خوا، د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ په نجراب ولسوالۍ کې د غوزانو دودیزه جشنواره ترسره شوه. په دې جشنواره کې چې سیمه ییزو مسوولینو، علماوو، فرهنګیانو، قومي مخورو، شاعرانو او ځوانانو ګډون کړی و د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، ویلي دي: "د فرهنګي جشنوارو جوړول، دا ښيي چې د افغانستان د خلکو فرهنګ او دودونه ژوندي او پیاوړي دي او کولای شي د سیمه ییزو محصولاتو، ولسي دودونو او محلي خوړو په معرفي کولو او همدا رنګه د کلیوالي اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي."دغه راز د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریمالله وثیق، د یادې جشنوارې موخه د سیمه ییز اقتصاد پیاوړتیا، د سیمه ییزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې لارې چارې برابرول او د بڼوالو ملاتړ بللی دی. هغه له بڼوالو څخه غوښتي، چې د ونو له پرېکولو څخه په مخنیوي سره، د سیمې د سمسورتیا او ښېرازۍ په پراختیا کې هڅې وکړي.د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکو هم له مسوولینو غوښتي چې د نباتي افتونو او ناروغیو د مخنیوي، د بڼوالو ملاتړ، د غوزانو د عصري راټولولو او حاصل اخیستنې د پراختیا لپاره اغېزمنې برنامې پلې کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د فرهنګ او هنر معین په کاپیسا کې د غوزانو په دودیزه جشنواره کې ګډون وکړ
Sources
Afghan sources
د فرهنګ او هنر معین په کاپیسا کې د غوزانو په دودیزه جشنواره کې ګډون وکړ