AfghanistanSecurityبلخ

امریکا یوځل بیا پر ایران بریدونه وکړل | آمو ټلویزیون — Amu TV

DevelopingSecurityبلخ1 sourcesUpdated 2026-06-27 11:30:21

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ د ایران د ډرون برید په غبرګون کې پر دغه هېواد بریدونه وکړل؛ د دواړو هېوادونو لخوا د تېرې اونۍ د اوربند د هوکړې د نقض کولو تورونه یو پر بل پورې کېږي. د امریکا د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) د معلوماتو له مخې، امریکایي الوتکو د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو د زېرمو ځایونه او ساحلي راډارونه ویشتي او ویلي یې دي چې دا عملیات پای ته رسېدلي دي. هغوی دا برید د اوربند د نقض په وړاندې یو «ځواکمن ځواب» بللی دی. بلخوا ایران وایي، د دغه هېواد په سویل کې د «سیریک» بندر په شاوخوا باندې بريد شوی او د ایران سمندري ځواکونو په سیمه کې د امریکا پر پوځي اهدافو د بریدونو په کولو سره دغه کار ته ځواب ورکړی، خو د احتمالي زیانونو جزیات یې ندي ورکړي. په ورته وخت کې د هرمزګان د بندرونو مسؤل وایي چې سیریک بندر ته کوم زیان ندی اوښتی او فعالیت یې عادي روان دی. د امریکا د ولسمشر مرستیال، جې ډي وینس په دې اړه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ایران د اوربند هوکړه لاسلیک کړې او موږ ورته ژمن پاتې شوي یو… خو د تاوتریخوالي ځواب به په تاوتریخوالي ورکول کېږي.» د ایران سپاه پاسداران بیا ادعا کړې چې د اوربند د…

Quick facts

Locationبلخ
TopicSecurity
Sources1
Last update2026-06-27 11:30:21

Timeline

  1. Amu TV

    امریکا یوځل بیا پر ایران بریدونه وکړل | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-06-27 03:32:31

امریکا یوځل بیا پر ایران بریدونه وکړل | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button