کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۲ کورنۍ چې ۱۰۱۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغهراز، ۱۵ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۹ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۴۸ کورنۍ چې ۷۷۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۱۵ کورنۍ چې ۷۲ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې څه باندې ۳۱ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۶۶ کورنیو سره په ټولیز ډول ۵۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپینبولدک له لارې هم ۳۲ کورنۍ چې ۱۶۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۳ کورنۍ چې ۱۱۶ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۱۴۱ زره افغانۍ ورکړل…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۲ کورنۍ راستنې شوې دي