د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د چارو وزیرانو د خپلې نهمې غونډې په رسمي اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. سازمان ویلي، چې د طالبانو بندیزونه د اسلام له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. د امریکا د جورجیا د ایالتي پولیسو د راپور له مخې، دغه پېښه د تېرې اپریل میاشتې پر ۲۳مه نېټه هغه مهال وشوه چې تورن کواډرامیل ویلیامز د پولیسو له اشارې وروسته د تېښتې هڅه وکړه او له بل موټر سره یې ټکر وکړ. د محکمې د اسنادو له مخې، کواډرامیل ویلیامز د جولای میاشتې پر اتمه نېټه د قتل په دوو جرمي مواردو، له پولیسو څخه په تېښته او د ميتامفیتامین د وئشلو د نیت په تور تورن شوی دی. په دې ترافیکي پېښه کې ۳۶ کلن افغان خبریال حبیب الله عزیزي او ۱۸ کلن تریجون انتوني وژل شوي دي. انتوني له موټر څخه بهر لوېدلی و او عزیزي روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. اسناد ښيي چې تورن ویلیامز پر سړک له ټاکل شوي سرعت څخه په ساعت کې شاوخوا ۲۰ مایله زیات سرعت درلود او د درېدو د غږیزو او نورو اشارو له ورکولو وروسته هم ونه درېد. حبیب الله عزیزي چې په دې پېښه کې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
۵۷ اسلامي هېوادونو په افغانستان کې پر ښځو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې
سرچینې
Afghan sources
۵۷ اسلامي هېوادونو په افغانستان کې پر ښځو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې