Summary: د افغانستان کرکټ بورډ د زمري ۲۴مې (خپلواکۍ ورځ) په ویاړ د هېواد په پلازمېنې کابل او څلورو نورو ولایتونو کې به سبا د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پيل شي. ټاکل شوې، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه سبا، جمعه، د کابل په کرکټ لوبغالي کې د خپلواکۍ اتلانو او یووالي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي. دغه سیالۍ به د سهار په ۹:۰۰ بجو پیل شي.د کابل د سیالۍ لپاره د عمران میر او اعجاز احمدزي په لوبډلمشرۍ دوه لوبډلې جوړې شوې دي، چې بېلابېل غوره لوبغاړي به یې غړیتوب ولري.کرکټ بورډ وايي، د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د کابل په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېدونکې سیالي به د سپورت ټلویزیون او د افغانستان کرکټ بورډ د یوټیوب چینل له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.همدارنګه، د کرکټ مینه وال کولای شي په وړیا توګه لوبغالي ته ورشي او له ټکټ پرته دغه سیالي له نږدې ننداره کړي.د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په دوام، د شنبې په ورځ به په کندهار، خوست، ننګرهار او کندز ولایتونو کې هم د اړوندو ولایتونو د غوره لوبغاړو ترمنځ لس اوریزې سیالۍ ترسره شي او ټاکل شوې، په دغو څلورو ولایتونو کې سیالۍ د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو پیل شي.په یادو سیالیو کې به په هر ولایت کې دوه لوبډلې د غوره لوبغاړو په ګډون له یو بل سره سیالي وکړي او د هېواد د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې ترڅنګ به د کرکټ مینه والو ته د لوبو د نندارې زمینه هم برابره شي.د افغانستان کرکټ بورډ د دغو سیالیو په ترسره کولو سره هڅه کوي، چې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرکټ له لارې د ورزش او یووالي فرهنګ پیاوړی کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د زمري ۲۴مې په ویاړ په پنځو ولایتونو کې د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پیل کېږي
سرچینې
Afghan sources
د زمري ۲۴مې په ویاړ په پنځو ولایتونو کې د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پیل کېږي