په پاکستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د شمېرو له مخې، د ۲۶م جون څخه تر ۲۶مې جولای پورې په ټول هېواد کې د موسمي بارانونو له امله رامنځته شوو پېښو او سېلابونو کې ۱۰۷ کسان مړه شوي او ۳۴۴ نور ټپيان شوې دي. د يکشنبې په ماښام د کراچۍ په لي مارکيټ سيمه کې يوې غونډې ته په وينا کې شاهي سيد وويل، پولیس د سیند د صوبايي حکومت پر «دوېیم ټیم» بدل شوي او د پښتنو او د عوامي نشنل ګوند د مشرانو په وړاندې د هغوی چلند په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی. هغه وويل، د دوی ګوند د پښتنو د ستونزو، د پولیسو د چلند او د هغوی په وړاندې د کېدونکو بېعدالتیو بشپړ ریکارډ چمتو کوي او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې «د اسنادو د ارزونې په نوم د پښتنو له سپکاوي ډډه وکړي». په کراچۍ ښار کې د تېرې يوې مودې نه پښتانه سياستوال تور پورې کوي چې د کراچۍ پوليس د افغان کډوالو په نامه پښتانه ځوروي، نيسې یې او پيسې ترې هم اخلي. خو پوليس دغه تورونه ردوي. شاهي سيد په خپله وينا کې ټینګار وکړ چې په کراچۍ کې د پښتنو د سوداګرۍ او زده کړې په لاره کې باید له خنډونو جوړولو ډډه وشي. هغه د سیند پر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
پاکستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله په رامنځته شویو پېښو کې ۱۰۷ کسان مړه شوي
سرچینې
Afghan sources
پاکستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله په رامنځته شویو پېښو کې ۱۰۷ کسان مړه شوي